کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې محتسبینو یې په بغلان ولایت کې ۸ کسان د قماربازۍ په تور نیولي دي.
خبرپاڼې زیاته کې راغلي چې یاد کسان د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې د امربالمعروف محسبینو نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې قماربازي حرامه ده.
له دې وړاندې هم د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو ګڼ شمیر کسان د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو جرمونو په تور نیولي او مجازات کړي وو.