کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) د طالبانو له خوا د (افغاننیوز خبري شبکې) خبریال مهدي انصاري د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه او هغه ته د ۱۸ میاشتو بند سزا یې وغندله.
یاد فدراسون د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو خپلسري نیول پای ته ورسوي او پر رسنیو او خبریالانو دې شته بندیزونه ختم کړي.
دغه نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې له خبریالانو او بیان ازادۍ څخه ملاتړ وکړي.
مهدي انصاري د طالبانو د استخباراتو له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د کابل په دشت برچي سیمه کې نیول شوی و، چې څه موده وړاندې ورته په کابل کې د طالبانو یوې محکمې له انتقادي رسنیو سره د همکارۍ په تور پر ۱۸ میاشتې بند محکوم کړ.
طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې زیاتره رسنۍ بندې کړې او دغه راز ګڼ شمیر خبریالان یې په یوه او بله بهانه شکنجه او زنداني کړي دي.