افغانستانخبرونه

د افغانستان له روغتیايي سیسټم څخه د ګیټس بنسټ ملاتړ څرګند کړی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د بېل او میلېنډا ګیټس بنسټ وایې چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په همکارۍ به د افغانستان د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا لپاره یوه نوې پروژه پېل کړي.

د یاد بنسټ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه پروګرام د پېلېدو موخه په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ له منځه وړل دي.

 اعلامیې زیاته کړې چې دا پروګرام به نه یوازې د پولیو په ختمولو کې مرسته وکړي، بلکې د افغانستان روغتیایي برخه کې به ورسره شته ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي او د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.