کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو څخه دفاع وکړه او دا یې د خپل بهرني سیاست تاریخي بریا وبلله.
هغه زیاته کړه چې له دې سره یې خپل راتلونکي ځای ناستي ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه په میراث نه ده پرېښې.
جوبایډن ویلي چې د خپلو ځواکونو را ایستل یې یوه مهمه پرېکړه وه او تاریخ به ثابته کړي چې دا یو غوره ګام وو.
د هغه په باور د واکمنۍ په لومړیو کې یې هېڅ داسې دلیل ونه موند چې په افغانستان کې دې د امریکا زرګونه پوځیان پاتې شي او له همدې امله یې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه.
د بایډن په وینا؛ د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو چې له دې سره یې د جګړې اصلي موخه لاسته راوړه.
د امریکا ولسمشر په دغه وینا کې یادونه کړې چې په ده نیوکې وې، که د افغانستان جګړه پایته ورسوي؛ نو د امریکا متحدان به له ګواښ سره مخ شي او په یاد هېواد کې به د ترهګرو پناه ځایونه جوړ شي، مګر داسې هېڅ ونه شول.
هغه د امریکا او خپلو متحدینو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او له افغانستانه د اټکل کېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر نه زیاتېدو تینګار وکړ.
د جو بایډن په خبره، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په ایستلو سره یې خپلې مالي سرچینې سپما کړې او یو شمېر نورو ارزښتمنو مسایلو ته یې پام اړولی دی.