خبرونهنړۍ

د  غزې په جنګ کې نږدې ۶ نیم زره اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د اسرائیلو پوځي راډیو ویلي، د غزې په جګړه کې د ۲۰۲۳م کال  د اکتوبر څخه تر دې دمه د دوی د بېلا بېلو قطعاتو ۸۴۰ پوځیان وژل شوي او ۵۶۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې، له دغو کسانو څخه ۴۵۰ تنه په غزې کې دننه په ځمکنیو جګړو کې او۵۵ تنه د غزې په شمال کې وژل شوي دي.

د دغه را پورو له مخې؛ د دغو پوځیانو له ډلې یې  ۱۵ یواځې په تېره اونۍ کې د بیت حانون په عملیاتو کې ووژل شول.

همدارنګه د دغه راپور له مخې، د جګړې له پیله تر اوسه ۵۶۱۷  اسرائیلي افسران او پوځیان ټپیان شوي چې د ۸۳۳ تنو وضعیت یې نازک دی.

د پوځ راډیو زیاته کړې چې په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له پیله تراوسه ۲۵۶۶ پوځیان ژوبل شوي چې د ۴۹۵ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.