خبرونهنړۍ

فرانسې، انګلستان او جرمني په ایران د بندیزونو لرې کولو به اړه ګډه ناسته کړې

 کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو موافقه شوې

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت  د حقوقي چارو مرستیال له درېیو اروپايي هېوادونو سره د بندیزونو د لیرې کولو په اړه د خبرو د بیا پیلولو د موافقې خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي په ایکس چینل کې لیکلي: د ایران او د درېیو اروپايي هېوادونو (انګلستان، فرانسې، جرمني) ترمنځ د خبرو درېیم پړاو، په جینیوا کې ترسره شو.

غريب آبادي زياته کړه: دغه خبرې اترې جدي، څرګندې او ګټورې وې؛ د ځینو جزئیاتو د بیان ترڅنګ، د بندیزونو د لیرې کولو او د اټومي وسلو اړوند یوې موافقې ته د رسېدو لپاره، د دوو برخو په اړه خبرې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال زیاته کړه: په دې موافقه وشوه چې خبرې اترې باید بیا پیل شي او یوې موافقې ته د رسېدو لپاره، باید د ټولو خواو لخوا مناسبه فضا رامنځته او وساتل شي.