لوبې
د پاکستان د ملي لوبډلې یوه توپ اچوونکي په PSL کې له لوبیدو انکار وکړ
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکي احسان الله د دغه هېواد د ۲۰۲۵م سوداګریز لیګ PSL کې له لوبیدو څخه انکار وکړ.
هغه په ۲۰۲۳م کال کې په یاد لیګ کې د ملتان سلطان لوبډلې لوبغاړی وو، چې د غوره لوبیدو له امله یې د یاد هېواد ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه، خو د نیوزلینډ خلاف د لومړۍ یوه ورځنۍ لوبې وروسته د ټپي کېدو له امله کینول شو.
دغه تېز بالر ویلي چې PSL ته لا هم څلور میاشتې پاتې دي، خو سږ کال په دغه لیګ کې ورسره هیچا اړیکه نده کړې.
دغه پاکستاني بالر ویلي، چې ژر به پاکستان پریږدي، دوبۍ او یا به هم انګلستان ته ولاړ شي.