کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د بشري حقونو څار بنسټ د خپل کلني راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو په شته وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې طالبانو د خپلو نویو قوانینو له مخې د مېرمنو او نجونو له حقونو سرغړونې ډېرې کړې دي.
په راپور دې یاد بنسټ ټينګار کړی چې طالبانو پر ښځو، نجونو، رسنیو او قومي او مذهبي ډلو کلک محدودیتونه پلي کړي دي.
په راپور کې راغلي چې طالبانو تېر کال داسې فرمانونه صادر کړي چې په وینا یې، د ښځو او نجونو بنسټيز حقونه لکه د زدهکړو، کار او ازاد تګراتګ حقونه محدودوي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د نجونو او مېرمنو پر زدهکړو لګېدلی بندیز د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت ډېر کړی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ دغه راز پر حکومتونو غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې پر افغان نجونو او ښځو خپل محدودیتونه زیات کړي، چې له کبله یې نجونې له زده کړو او کار منعه شوي دي.