افغانستانخبرونه

بدخشان کې د واورې ښویېدو له امله دوه کسان مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو په پېښه کې دوو کسانو ژوند بایللی دی.

د خواهان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د پلان آمر کریم‌الله حوض‌شاهي ویلي، چې دا پېښه د دې ولسوالۍ په «جروپایان» کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره، ۲۲ کلن عبدالحی او ۱۸ کلن سیف‌الله د واورش یا «برف کوچ» په پېښه کې مړه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دا کسان د سیمې اوسېدونکي وو چې یو بل کلي ته پر لار و، خو د لارې په اوږدو کې تر واورو لاندې راغلل.

بدخشان د هېواد یو غرنی ولایت دی چې وخت‌ناوخت د داسې طبیعي پېښو شاهد وي چې پکې خلکو ته د سر او مال زیان اړوي.