کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د یو تن بندي د تبادلې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې تبادلې په پایله کې د خان محمد په نوم یو کس د امریکا له زندان څخه خوشې او افغانستان ته رالیږدول شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی او د امریکا متحده ایالتو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې د دې ډلې یو بندي له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد شوی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې چې «خان محمد» دوه لسیزې دمخه له ننګرهار ولایت څخه نیول شوی او د امریکا یوې محکمې پر عمري بند محکوم کړی و.
خبرپاڼې د طالب چارواکو له قوله زیاته ګړې چې «خان محمد» د امریکا په کالیفورنیا کې د خپل بند موده تېروله.
طالبانو وضاحت نه دی ورکړی چې «خان محمد» د کوم امریکایي بندي په بدل کې ازاد شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې درې امریکایي بندیان رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګلزمن د طالبانو له خوا نیول شوي او بندیان وو.
طالبانو منلې وه چې د امریکایي بندیانو د ازادېدو لپاره په عادي ډول مذاکرات روانې دي، خو ادعا یې کړې وه چې د افغان الاصله امریکایي محمود حبیبي له برخلیکه بې خبره دي.