کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یوې خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې د حقابې په تړاو له طالبانو سره هوکړې ته رسېدل ناشوني نه دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس هغه زیاته کړه چې د هلمند په سیند کې د ایران حقابه له طالبانو سره د دغه هېواد د خبرو په اجنډا کې شامله ده.
هغه هیله څرګنده کړې چې د اوبو په برخه کې همکاري کولای شي د تهران او طالبانو اړیکې پراخې کړي.
نوموړي دغه راز ویلي دي چې په دې برخه کې له طالبانو سره هوکړه او تفاهم به له امکانه لېرې نه وي.
که څه هم د ایران او طالبانو ترمنځ اړېکې په دې وروستیو کې ښې شوي خو د هلمند سیند د حقابې پر سر یې اړیکې کله ناکله ترېنګلې کیږي.