افغانستانخبرونه

هرات کې د کورنیو تولیداتو صادرونکې ټولنې فعالیت پیل کړ

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې د زياتوالي په موخه په هرات کې د کورنیو تولیداتو د صادرونکو سوداګرو ټولنې فعالیت پیل کړ.

د یادې ټولنې مسوولانو ویليهڅه کوي چې په کوردننه د صادراتي توکو تولید زیات شي، خو زیاته کړې یې ده چې سیاسي او اقتصادي ستونزې د کورنیو تولیداتو صادراتو پر وړاندې جدي ننګونې ګڼل کېږي.

د دغې ټولنې د مالوماتو له مخې تېر زېږديز کال کې د هېواد صادرات کم شوي دي.

په هرات کې یاده ټولنه داسې مهال فعالیت پیلوي چې په هیواد دننه صنعتکاران وایې، چې توکي یې بازار نه لري او ډیر کله له همدې امله له مالي زیان سره مخ وي.