لوبې

بغلان ولایت کې د فوټبال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

د فوټبال هغه سیالۍ چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د لسو ټیمونو ترمنځ ترسره شوې د خراسان ټیم د اتلولۍ په ګټلو سره پای ته ورسېدې.

د بغلان د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال محمد اعظم اکرم زاده وویل چې دا سیالۍ یوه میاشت وړاندې د دې ولسوالۍ په کیله ګي سپورټي لوبغالي کې پیل شوې وې او د خراسان لوبډلې د اتلولۍ په ګټلو سره پای ته ورسېدې.

د بغلان د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال وویل چې د دې سیالیو د پیل موخه د ځوانانو هڅونه وه چې فوټبال ته مخه کړي، او زیاته یې کړه چې احمد فیاض قادري د غوره لوبغاړي، ضیاء الرحمن د غوره مدافع په توګه او خیال محمد د غوره ګول وهونکي په توګه وټاکل شول.

ځايي اوسیدونکو د دې سیالیو په پیل سره خپله خوښي څرګنده کړه او د یاد ولایت د سپورټ له څانګې څخه یې وغوښتل چې په هغه ولسوالۍ کې د سپورت ډیرې سیالۍ ترسره کړي ترڅو د خلکو ترمنځ سالمه تفریح رامنځته شي او ځوانان سپورت ته وهڅول شي.