کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په بامیانو ولایت کې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنر یو شمیر مینوال وایې، چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د انځورګرۍ او خطاطي هنر کمرنګه شوی دی.
نورزیه امیري چې له تېرو څو کلونو راهیسې انځورګري کوي واېې، د خطاطي او انځورګرۍ هنر ته د ځوانانو او فرهنګپالو نه پاملرنه، د باتجربه او مسلکي ښوونکو نشتون او د طالبانو له لوري یې پر هنر ځېنې محدودیتونه د دغه هنر د کمرنګه کېدو لاملونه بولي.
امیري زیاتوي:«اوس څوک د انځورګرۍ هنر نه خوښوي او د پخوا په پرتله یې مینوال کم شوي او دا حالت ورځ تربلې مخ په کمه کېدو دی، ځکه طالبانو مو پر هنر بندیزونه لګولي نو ځکه خو اوس څوک دې هنر ته زړه نه ښه کوي.»
د دغه ولایت یوه بله اوسېدونکې زینب له کلونو راهیسې پر انځورګرۍ او خطاطۍ بوخت ده هم ورته شکایت کوي او وایې، د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې هنر پيکه شوی دی.
نوموړې ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت دې پر دوی د بندیزو پر ځای دې د ښځينه انځورګرانو او خطاطانو ملاتړ وکړي.
زینب زیاتوي:«د طالبانو حکومت ته په کار ده چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي او دغه راز د هیواد په داخل کې دې، پر خطاطانو او انځوګرانو بندیزونه نه لګوي ځکه دا ورته ستونزې جوړوي.»
په همدې حال کې فرهنګي فعالان او د یاد هنر مینوال ټينګار کوي چې د انځورګرانو او خطاطانو په لاسونو رسم شوي او لیکل شوي اثارو لپاره باید د ولایت په کچه نندارتونونه جوړ شي او د رسم شویو تابلوګانو لپاره منظمه بازارموندنه وشي، څو دغه هنر لا وغوړېږي.
بلخوا په بامیانو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو ویلي، هڅه کوي چې ځوانان او فرهنګپال د انځورګرۍ او خطاطۍ په اهمیت وپوهوي او د انځورګرانو او خطاطانو د لا هڅونې لپاره بیلابیل نندارتونه جوړ کړي.