
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په خوست ولایت کې د پوهنې ریاست چې د طالبانو لخوا اداره کیږي، ویلي، چې د دغه ولایت خلکو په ۱۴۰۴م کال کې د ښونیز کال له پیل څخه تر دې مهاله د پوهنې ریاست سره ۲۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي فیضالله جمال حقاني وایي، د ولایت په کچه یې د دیني مدرسو او رسمي ښوونځیو د پیاوړتیا په موخه د شوراګانو له لارې مرسته را ټوله کړې.
نوموړی وایي، د روان ښوونیز کال له پیل څخه تر دې دمه خلکو ورسره د شوراګانو له لارې ۲۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې.
څه موده وړاندې په خوست کې یو عمومي پل هم د خلکو په مالي مرسته جوړ شوی و.