
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، چې هېواد په سوریه د اسرائیلو د برید په غبرګون کې له دغه هېواد سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې.
نوموړي زیاته کړې، نه غواړي، په سوریه کې جګړه پېښه شي، په همدې موخه یې د اسرائیلو د برید وروسته د یاد هېواد لپاره د امریکا ځآنګړي استازي او په ترکیه کې د امریکا له سفیر سره خبرې اترې هم ترسره کړي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې ترکیې اسرائیلو ته د خپلو استخباراتي ادارې له لارې له دغه هېواد سره د هر ډول سوداګریزو اړیکو د پریکون خبر ورکړی.