افغانستانخبرونه

نورستان ولایت کې شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره له منځه تللي ځنګلونه بیا رغول شوي دي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په نورستان ولایت کې طالبان وایي، د مرسته کوونکو ادارو او ولسي شوراګانو په مرسته یې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې لمنځه تللي ۲۵۰۰ هکتاره ځنګلونه یې بیرته رغولي دي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو ویاند فریدون صمیم وایي، دغه ځنګلونه د طبعي پېښو او په تېرو څو لسیزو کې د جګړو له امله لمنځه تللي وو، چې د بیارغونې پر مهال په کې ۲ سوه زره مېوه لرونکي او بې میوې بوټې هم کینولي دي.

نوموړی زیاتوي، د ځنګلونو او کینول شویو بوټو د ښې پالنې په موخه یې ۵۰ بابه لمریزې خونې او دغه راز تر ۶۰ زیاتې د اوبو زیرمې جوړې کړي دي.