کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت له لوړېدو سره سم، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک خبر ورکړی چې نوموړی بانک ۲۵ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
یاد بانک نن په یو بیانیه کې ویلي چې دا پیسې سبا دوشنبه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د افغانستان بانک له ټولو پر شرایطو برابرو بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.
دا پیسې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
طالبانو تېره ورځ هم ۲۰ میلیونه ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کړي وو.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې لوړ شوی دی.
د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، د اسعارو په بازار کې د یوه امریکایي ډالر د پلور بیه ۸۰.۸۶ افغانۍ او د پېر بیه یې بیا ۷۹.۸۸ افغانۍ ده.