کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۵ کسان نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه پېښه د ګیلان ولسوالۍ په بازار جهنده سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او د پېښې قربانیان د غزني او خوست ولایت اوسیدونکي دي.
د یادې پېښې ټپیانو کې د یوه تن روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی.