خبرونهسیمهنړۍ

بلوچستان کې موټر بم برید ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار سيمه کې د ملکي خلکو په يو بس موټر باندې چاودنه شوې چې له امله يې يو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي.

ځايي مسوولین وايي چاودېدونکي توکي په يو الټو ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو.

د خضدار د سیمې يو امنيتي مسوول ياسر دشتي رسنيو ته ويلي چې د مسافر وړونکو دغه بس له بلوچستان څخه د پنجاب راولپنډۍ سیمې ته پر لاره و چې دغې سیمې کې پرې چاودنه وشوه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی؛ خو ډېر کله په بلوچستان کې دا ډول بریدونه د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو له لوري ترسره کېږي.