کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس عبدالله یوف په هرات کې د طالبانو له والي نور احمد اسلام جار سره په یوه کتنه کې د دې پروژې د نل لیکې د غځېدو د چارو د چټکتیا خبر ورکړی دی.
په هرات کې د طالبانو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله یوف ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د نللیکې غځولو کار شپږ کیلومټرو ته رسېدلی دی.
خبرپاڼې د نوموړي له قوله زیاته کړې چې د ټاپي پروژې د نللیکې غځولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو چارواکو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د نللیکې د درې کیلومټره غځېدو خبر ورکړی و.
ټاپي پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د لېږد طرحه ده.