افغانستانخبرونه

د امریکا د بهرنيو چارو نوی وزیر: د طالب رهبرانو پر سر (لوړې جایزې) ټاکل کېږي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د امریکا د بهرنيو چارو نوی وزیر مارکو روبیو د متحده ایالتونو له لوري د طالبانو په لوړپوړو رهبرانو باندې د لوړو جایزو له ټاکلو پرده پورته کړه.

هغه ويلي ښايي دا جايزې له هغې لوړې وي چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پر سر ایښودل شوې وه.

مارکو روبیو پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «موږ داسې اطلاعات تر لاسه کړي چې له طالبانو سره هغه شمېرې چې دوي ښايي، تر هغې زیات امریکایان بندیان دي، که چېرته دا ثابته شي نو موږ مجبور يو چې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو لوړې جايزې وټاکو، داسې لوړې چې د اسامه بن لادن پر سر ټاکل شوې وه، له هغې هم لوړه جایزه.»

متحده ایالتونو د القاعده شبکې له لوري د امریکا په ستر سوداګريز مرکز د ۱۱م سپټمبر تر برید وروسته د اسامه بن لادن پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه ايښې وه، او ويلي وو چې هر چا داسې اطلاعات ورکړل چې اسامه بن لادن ژوندی يا وژل شوی د امریکا لاسته ورشي، دغه جایزه به ورکړل شي. وروسته بیا دا پيسې دوه چنده شوې او تر ۵۰ ميليون ډالرو پورته شوې.

تېره اوونۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په پايله کې درې بندیان تبادله شول چې د امریکايي اړخ لخوا يو بندي اوطالبانو بیا دوه امریکايي وګړي ازاد کړل.