افغانستانخبرونه

پکتیا کې د چاودنې پرمهال یو ماشوم مړ او پنځه ټپيان شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

د پکتيا امنيه قومندانۍ لپاره طالب وياند منيب ځدراڼ وايي چې ياده پېښه د اريوب ځاځي ولسوالي اړوند ګل‌غونډۍ سيمه کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله رامنځته شوې.

د هغه په خبره چې يادو ماشومانو د راکېټ پر مرمۍ لوبې کولې چې چادونه یې، کړې او له امله يې يو ماشوم مړ او د يوې انجلۍ په ګډون، پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې ټپیان یې پر وخت د پکتيا حوزوي روغتون ته لیږدولي چې د درېوو روغتيايي حالت یې ډاکترانو نازک ښودلی دی.

د هغه د مالوماتو له مخې چې د يادو ماشومانو ټولو عمرونه د لسو کلونو په شاوخوا کې دي.

د پکتیا د مرکز او یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له تېرو جګړو څخه پاتې ماینونه او ناچاوده توکي هره ورځ د دغه ولایت له اوسېدونکو په ځانګړې توګه له ماشومانو قرباني اخلي.

د یاد ولایت اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غوښتنه کوي چې د ولایت په کچه د ماین پاکي پروګرامونه پيل کړي، څو خلک تر ځمکې لاندې ماینونو او مهماتو له ګواښ څخه په امن شي.