افغانستانخبرونه

طالبانو یو پخوانی کاناډایي سرتیری له زندانه خوشې کړی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)   

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د طالبانو له زندانه د یو پخواني کاناډايي سرتېري ډیوېډ لاوري د خوشې کېد خبر ورکړی دی.

هغه په خپله‌ اېکس‌پاڼه کې د لاوري د خوشې کېدو خبر ورکړي او  ویلي یې دي، چې هغه اوس په قطر کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

بلخوا د فرانسې خبري اژانس هم د یو راپور په خپرولو سره تائید کړې، چې لاوري د قطر په منځګړیتوب له دوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

د مالوماتو له مخې د کاناډا پخوانی سرتېری درې کاله مخکې له افغانستانه د امریکا د وتلو پرمهال له ۱۰۰ افغانانو سره د وتلو په بهیر کې مرسته کړې وه.

همداراز، هغه څو کاله په کابل کې د «ریون رای مشورتي خدماتو» خصوصي امنیتي شرکت مدیریت کاوه.

نوموړی د روان کال لمریز کال د لړم میاشتې پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو پرمهال د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و، خو طالبانو یې تراوسه د نیولو لامل نه دی روښانه کړی.

د یادونې ده چې طالبانو څو ورځې مخکې د قطر په منځګړیتوب دوه امریکایي بندیان هم خوشې کړل.