افغانستانخبرونه

د افغانستان خبریالانو مرکز د رحیم سعیدي د ازادېدو غوښتنه کړې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)   

د افغانستان خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې په کابل کې رحیم سعیدي سملاسي او له قید او شرط پرته پرېږدي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې رحیم سعیدي په کابل کې د یو، یوټيوب چینل مسوول و، چې څه موده وړاندې د طالبانو د استخباراتو له لوري د دوی پر ضد د تبلیغاتو په تور نیول شوی و.

خبرپاڼې زیاته کړې چې اوسمهال سعیدي د طالبانو د محکمې له لوري په درې کاله بند محکوم شوی چې د طالبانو دا پرېکړه یې غیر عادلانه بللې ده.

دغه مرکز د رحیم سعیدي له نیول کېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې نوموړی دې ژر تر ژره له کوم قید شرط پرته له بنده خوشې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې سعیدي اوسمهال پلچرخي زندان ته انتقال شوی او د هغه د روغتیا په اړه یې هم اندېښنه ښودلې ده.

د مالوماتو له مخې سید رحیم سعیدي د«انار» په نوم د یوټیوب چینل مسؤل مدیر او پروډیوسر و. نوموړی د ۱۳۰۳ لمریز کال د سرطان په ۲۴ مه له خپلو دوو همکارانو، سید وارث سعیدي چې یو خبریال او د دې چینل یو کمره مین حسیب سادات په کابل کې د استخباراتي مامورینو له خوا ونیول شو. سید وارث سعیدي او حسیب سادات د استخباراتو په ریاست کې تر پوښتنو ګرویګنو یوه ورځ وروسته خوشې شول او د«انار»په نامه د یوټیوب چینل خپرونې هم بندې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال زیاتره خبریالان په یوه او بله بهانه نیولي او تر زندان او شکنجې وروسته یې خوشې کړي دي.