افغانستانخبرونه

طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر مارک روبیو د هغه ګواښ په ځواب کې چې د طالبانو پر لوی مشر به لوړه جایزه اعلان کړي، نوموړي ته خبرداری ورکړ.

په قطر کې د طالبانو سفیر نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د دوی د حکومت پالیسي دا ده چې مسایل له سوله ایزې لارې حل کړي.

شاهین په عین حال کې زیاته کړه چې که خبره د زور او فشار وي، نو په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو جهاد د ده په وینا هغه درس دی چې ټول باید زده کړه ترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې که په افغانستان کې نور امریکايي بندیان هم وي نو امریکا به د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده پرسر هومره لویه جایزه اعلان کړي چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن پرسر تر اعلان شوې جایزې به هم لوړه وي.