افغانستانخبرونه

افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د رسمیت پېژندنې معنی نلري

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر د طالبانو په رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.

بیکدلي یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې په رسمیت پیژندل د نړیوالو قوانینو پر بنسټ یوه قانوني پروسه ده او خپلې ځانګړتیاوې لري.

هغه ټینګار وکړ چې د پیژندنې مسله یوه جدا موضوع ده چې باید په خپل ځای حل شي.

د بیکدلي په وینا، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د سیاسي او سوداګریز پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدنې او خبرې اترې وکړې