خبرونهلوبې

د پاکستان او هند ترمنځ د لوبې ټیکټونه په یو ساعت کې پلورل شوي

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د لوبې ټول ټیکټونه په یو ساعت کې پلورل شوي او په دې سره یې یو نوی ریکارډ جوړ کړی.

د هند او پاکستان لوبه به د فبرورۍ په ۲۳ مه د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې ټکټونه یې په ۴۵،۶ میلیونه درهم پلورل شوي دي.

د چمپینز ټرافي د نورو سیالیو ټکټونه هم په حیرانونکي توګه ښه پلورل شوي او په دوبۍ کې د ټولو سیالیو ټکټونه په ۸۸.۵۵ میلیونو افغانیو پلورل شوي دي.

د پاکستان هند د میچ ټکټونو بیه له ۵۰۰ درهم څخه تر ۱۲۵۰۰ درهمو پورې ده، د پاکستان هند میچ د ټکټونو بیه په پاکستانۍ کلدارو کې له ۳ میلیارده ۴۰ کروړه روپیو څخه زیاته ده.

د یادونې وړده، چې د دوبۍ لوبغالی د ۲۵زره نندارچیانو د ځآیدو ظرفیت لري.