افغانستانخبرونه

د ميدان‌وردګو – لوګر ۵۰ کیلومتره سړک بیارغول کیږي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي چې له دوو شرکتونو سره یې د ۷۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت، د ميدان‌وردګو – لوګر د نږدې ۵۰ کيلومتره سړک بیارغونې تړونونه لاسليک کړي دي.

د طالبانو  تولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعيسی ثاني د ۷۱۳ ميليون افغانيو په ارزښت له دوو خصوصي شرکتونو سره د ميدان‌وردګو – لوګر سړک بیارغولو تړونونه لاسليک کړل.

هغه زیاته کړې، د ميدان‌وردګو – لوګر سړک ټول ۴۹ کيلومتره دی چې ۱۲۰ پُلګوټي لري او په دوو برخو کې جوړېږي.

حق‌شناس زیاتوي چې د دغه سړک رغنيزې چارې به د ۱۶ مياشتو په موده کې بشپړې شي.