![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Capture-9.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د را پورونو له مخې؛ د انګلستان د عامې روغتیا وزیر خپلو نږدې کسانو ته په واټساپ کې یو پیغام استولی، چې په کې عامو خلکو او د پارلمان غړو ته توهین کړی، چې له همدې امله له دندې ګوښه شوی دی.
دغه را پور زیاتوي، له دندې د ګوښه کېدو ترڅنګ په ګوند کې هم د هغه غړیتوب ځنډول شوی دی.
د راپور له مخې، د روغتیا وزیر په خپله ټاکنیزه حوزه کې د یوې بوډۍ ښځې د ستونزې د هواري په اړه د تبصرې پر مهال وویل، هیله من دی چې تر راتلونکو ټاکنو مخکې مړه شي.
د انګلستان د عامې روغتیا وزیر په یادې کړنې سره د دندې له ګوښه کېدو او ګوند کې د غړیتوب ځنډیدو ترڅنګ له خلکو بخښنه غوښتې او ځان یې شرمیدلی یې احساس کړی.