![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4a48faff-9513-41e4-a8fa-218df082caef.jpeg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د جنوبي افریقا سوداګریز لیګ کې د راشد خان په لوبدلمشرۍ ممبي انډینز کېپ ټاون لوبډلې د دغه لیګ اتلولي وګټله
د دغه لیګ په پای لوبه کې سنرایزر ایسټرن کپ او ممبي انډینز کېپ ټاون لوبډلې سره مخامخ شو، چې په ترڅ کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ ممبي انډینز لوبډلې سیالې لوبډلې ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه او د دغه لیګ قهرماني یې خپله کړه.
له راشد خان سره صدیق اتل او عظمت الله عمرزی هم په یاده لوبډله کې وو.
راشد خان د دغه لوبې وروسته په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې له ټولو مینوالو مننه کړې او د دغه اتلولۍ مبارکي یې ورکړې ده
د یادونې وړده، چې وړمه ورځ د بنګلدېش سوداګریز لیګ بیا د محمد نبي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیده.