خبرونهنړۍ

د اسرائیلو په برید کې ۶ لبناني وګړي وژل شوي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د اسرائيلو په برید کې چې پرون یې د لبنان په ختیځ کې ترسره کړی، ۶ لبناني وګړي وژل شوي دي.

د لبنان دولتي اژانس ویلي، دغه برید د جنتا ښار ته څېرمه د الشعاره سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې لخوا ترسره شوی، چې په کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د اسراییل پوځ پرون د ورځې په پیل کې وویل چې اسراییلي جنګي الوتکو د لبنان په بقاع سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د حزب الله د فعالانو یوځای په نښه کړی و.

دوی په یاد برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.