( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د لاهور ښار په مناوان سیمه کې یو پولیس افسر په یوې سوالګرې میرمنې جنسي تیری کړی او هغه کس یې هم ټپي کړی، چې د نوموړې څخه یې ویډیو ثبتوله.
د جنګ ورځپاڼې لیکلي: دغه پولیس افسر امجد نومیږي او په شفیق اباد پولیسو مرکز کې یې دنده درلوده، چې د یاد جرم له امله د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې له نیول شوي پولیس سره به د قانون له مخې سخت چلند ترسره کړي.