( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د نامیبیا بنسټ ایښودونکی او د دغه هېواد ولسمشر سیم نیوما د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو.
نمیبیا په ۱۹۹۰ کال کې له جنوبي افریقا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، سیم نیوما په ۱۹۹۰ کال کې د نمیبیا د لومړي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
سام نوجوما، د شوروي اتحاد په ملاتیا په جنوبي افریقا کې د حاکمو سپین پوستو ځواکونو پر وړاندې د چریکي جګړو مشري کوله او چې، د سړې جګړې او نړیوالو بدلونونو له امله یې بریا هم ترلاسه او د ازادې نامیبیا بنسټ یې کیښود.
د نامیبیا اوسني ولسمشر نانګولو مبومبا د نوموړي مړینه اعلان کړه، خو د مرګ لامل یې نه دی څرګند کړی. هغه وویل چې پخوانی ولسمشر درې اونۍ په روغتون کې بستر و.
ولسمشر مبومبا نوموړی د نامیبیا د آزادۍ د مبارزې په “توره دوره” کې د خلکو یو زړور مشر وباله او زیاته یې کړه چې د ملي ویر اعلان به ژر وشي.
د بهرنیو رسنیو په وینا، سیم نیوما د سویلي افریقا څخه د خپلواکۍ په مبارزه کې مهم رول لوبولی و.
د بهرنیو رسنیو په وینا، سیم نیوما له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۵ پورې درې ځلې د نامیبیا ولسمشري کړې وه.