افغانستانخبرونه

د ۵ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان ازادۍ په نوم جبهې ویلي، چې تخار ولایت کې د طالبانو د اسختباراتو ۳ غړي وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي.

دغه جبهې پخپل ایکس پاڼه لیکلي، دغه طالبان یې په تالقانو کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې وژلي دي.

دوی ادعا کړې، چې په چاودنه کې بل چا ته زیان ندی اوښتی، بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.