افغانستانخبرونه

د ناروې کډوالو شورا په افغانستان کې خپل فعالیتونه و درول

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د امریکا د مرستو تر بندېدو وروسته اړ شول چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په شلو هېوادونو کې سلګونه زره اړمنو کسانو ته خپلې بشري مرستې ودروي.

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) دغه څرګندونې په یوه خپره شوې اعلامیه کې کړي دي.

دغې شورا که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري د ژوند ژغورونکو مرستو معافیت هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې دوی ترې نشي برخمن کېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي و چې د امریکا د مرستو بندیو سره سم شاوخوا ۵۰ موسسو په کابل کې خپل فعالیت درولی دی.