افغانستانخبرونه

کندز کې ځانمرګی برید؛ د طالبانو په ګډون ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د کندز ولایت امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې کابل بانک ته څېرمه ځانمرګي برید کې د طالبانو او عامو وګړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ځانمرګی برید نن شاوخوا نهه بجې شوی و.

د کندز امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه چاودنه کې د بانک د دوو ساتونکو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچېنې لیکلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.