افغانستانخبرونه

د طالبانو او امریکا ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې خبرې دوام ولري

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو له بنده د یو امریکايي تبعه له خوشې‌کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي ویلي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ به د بندیانو د خلاصون ترڅنګ پر بېلابېلو مسایلو خبرې دوام پیدا کړي. 

ذاکر جلالي په اېکسپاڼه لیکلي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په دوو اړخیزو اړیکو کې په لوړه کچه ناستې او د بندیانو خلاصون به د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ په نورو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لار پرانیزي او خبرې به دوام ولري.

جلالي همداراز لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د واقعیتونو او حساسیتونو درک به د تعامل راتلونکو پړاوونو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د «امیر امیري» په نوم یو امریکايي تبعه د طالبانو له بندخونې ازاد او تر قطر پورې رسېدلی دی. 

بلخوا د ا.ا بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم پرون د بندیانو په برخه کې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي، ادام بویلر سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ویلو ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم د طالبانو له بندخونې د امریکايي تبعه له خوشې‌کېدو هرکلی کړی دی.