خبرونهنړۍ

ټرمپ: که تر شنبې ټول اسرائیلي بندیان خوشي نشي، بیا دې قیامت جوړ شي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ حماس ډلې ته په ګواښ کولو سره ویلي، که د اسرائيلو ټول بندیان د شنبې تر غرمې وړاندې ازاد نشي، اوربند باید لغوه شي او بیا دې قیامت جوړ شي.

ټرمپ وویل “موږ ټول بیرته غواړو. زه د خپل ځان له لوري خبرې کوم. اسرائیل کیدای شي دا په بل ډول وکړي، زه د خپل ځان له لوري وایم، که دوی د شنبې تر ۱۲ بجو پورې ټول بندیان خوشې نکړي، قیامت به جوړ شي.”

هغه دا هم وویل چې اسرائیل به پخپله پدې اړه پریکړه وکړي.

د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو ویاند ابو عبیده اعلان کړی و چې د بندیانو تبادله چې د فبروري په ۱۵مه ترسره کیدونکې وه،”د اسرائیلو لخوا د اوربند تړون د ژمنو نه پوره کولو” له امله وځنډول شوه.