افغانستانخبرونه

په غور کې د برف‌کوچ له امله درې کسان وژل شوي دي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د برف‌کوچ له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د پسابند ولسوالۍ په انقرچاق سیمه کې شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې یاد کسان هلمند ولایت ته روان وو چې واورې پر راغلي او درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

‎پسابند د غور یوه لرې پرته ولسوالي ده چې له هلمند ولایت سره سرحد لري. دا سیمه هر کال د ژمي په موسم کې د سختو واورو او طبیعي پېښو، لکه د واورې ښویدو، شاهده وي.