افغانستانخبرونه

د بریتانیا دفاع وزارت: د ۲ زره پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې رد شوې

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د بریتانیا د دفاع وزارت تائید کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دا کمانډو ځواکونه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو غړي وو، چې د بریتانیا لخوا روزل شوي وو او د افغانستان دننه یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ جګړه کوله.

د دې ځواکونو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ افسرانو ته راجع شوي وو، خو د باوري اسنادو سره سره ټول غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د دې افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې د ردولو لپاره کومه منسجمه پالیسي نشته.

د بریتانیا د دفاع وزارت د دې پوښتنې ځوابولو څخه ډډه کړې چې آیا د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ کومې غوښتنې منلې دي.