
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)
را پورونه وایي، د پاکستان په پنجاب او اسلام اباد ښارونو کې په جلا پېښو کې یوه بهرنۍ کورنۍ او یو کس لوټ شوي دي.
د دغه هېواد رسنۍ وایي، د پنجاب په را ولپڼډۍ کې یوه پاکستاني الاصله برتانیوي کورنۍ د توکو له اخیستلو وروسته کور ته د ستنیدو پر مهال غلو لوټ کړې.
دغه کورنۍ پولیسو ته ویلي، غلو ور څخه په زور سره زر، نغدې پیسې، مبایلونه، د الماسو حلقه او تازه اخیستل شوي توکې ټول اخیستي.
په ورته وخت کې اسلام اباد کې بیا غلو د پولیسو په لباس کې یو بهرنی وګړی لوټ کړی.
دغه وګړي ویلي، چې یادو کسانو ورته ځآن پولیس ور وپېژنده او له هغه څخه یې نغدې پیسې، مبایل او نور ټول توکې واخیستل او پخپل مخه ولاړل.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې بهرني اتباع لوټ شوي دي.