
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د افغانستان د تکوندو ملي لوبدلې لوبغاړي سدیس سکندر خپلو درې پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
دغه اسیایي سیالۍ چې د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي، افغان ملي لوبغاړي د منفي درې اویا کیلو وزن کې خپل درې پاکستاني سیالان مات کړل او یاد میډال یې وګاټه.
تر دې وړاندې هم افغان لوبغاړو په دغه لوبو کې درې د سرو زورو مډالونه ګټلي وو.