
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار محمد علي سیف پرون وویل چې د دې ولایت یو پلاوی د طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ځي
هغه وويل چې پلاوی افغانستان ته د مثبت تعامل د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د پياوړتيا په موخه ځي.
په تیرو دوو کلونو کې، د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسي او پوځي کړکیچونه د دغه هیواد په ګټو باندې د مخالفو ډلو لخوا د بریدونو له پراخیدو وروسته په چټکۍ سره زیات شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي په څېر ډلې په افغان خاوره کې شتون لري او له هغه ځایه د دوی پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.هغه ادعا چې کابل په وار وار رد کړې ده، او دا مسله یې د پاکستان داخلي مسله بللې ده.