
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک یو پلاوی په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
د یاد بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي د دغه بانک د رئیس نور احمد اغا په مشرۍ بیګا ماښام ته تللی او دغه غونډه د روسیې فدراسیون یکاترینبورک ښار کې جوړیږي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، یاد کنفرانس د فبرورۍ له ۱۹مې تر ۲۱مې دوام کوي.
د افغانستان بانک لیکلي چې په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي په کې برخه اخلي، ترڅو د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د مؤثرو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي.