
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د افغانستان ځمکنی واقعيت له هغه څخه خورا مثبت توپير لري څه ډول چې په بهرنيو رسنيو کې ښکارول کيږي او دوی رېښتینی انځور نه منعکس کوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې متقي دغه څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان له او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق بخيت او مل پلاوي سره ولیدل.
متقي ویلي، ځمکنی واقعيت له هغه څخه خورا مثبت توپير لري څه ډول چې په بهرنيو رسنيو کې ښکارول کيږي.
هغه هیله څرګند کړې چې بهرني اړخونه باید د رسنيو له خوا وړاندې کيدونکي تصوير پر ځای ځمکني واقعيتونه په خپلو سترګو وګوري.
نوموړي همداراز زياته کړې چې د جګړو له کبله د نړيوالو په ذهن کې د څلوېښتو کلونو جوړ شوي تصوير بدلول يوازې په خپلو سترګو دواقعيتونو د ليدلو له لارې ممکن دی.