خبرونهنړۍ

د امریکائي ټاکنو یوې احتمالی نوماندې د قرآن کریم سپکاوی وکړ

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د کانګرس د راتلونکو ټاکنو یوې نوماندې د الهی آسماني سپېڅلي کتاب قرآن کریم سپکاوی وکړ او هغه ئې وسوځوه.

والنتینا ګومز، چې د ټیکساس ایالت څخه د امریکا د کانګرس لپاره د جمهوري غوښتوونکو نومانده ده، په یوه لمسؤنکي اقدام کې یوه ویډیو په ایکس چینل کې خپره کړې، چې په هغه کې قرآن کریم سوځوي.

هغې د قرآن کریم د سپکاوي پر مهال ژمنه کړې چې که د کانګرس په ټاکنو کې بریالۍ شي، نو په ټیکساس کې به د اسلام شتون پای ته ورسوي.

دغې اسلام ضده او اورپکې کاندیدې ، چې د امریکا د پخواني ولسمشر بایډن د ملاتړ سابقه هم لري، ادعا وکړه چې مسلمانان د مسیحي هېوادونو د نیولو هڅه کوي.

هغې د دې نفرت خورونکې ویډیو له لیدونکو وغوښتل چې د کانګرس په ټاکنو کې د هغې د بریا لپاره مرسته وکړي.

د دغې سخت دریځې امریکائي سیاستوالې کړنه د سیاسي مشرانو، مذهبي ډلو او په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو لخوا په کلکه وغندل شوه او د ۲۰۲۶ کال د کانګرس د مینځ مهاله ټاکنو په درشل کې ئې د نفرت او کرکې خپرولو او ددیني تعصب په اړه اندېښنې راوپارولې.