افغانستانخبرونه

طالبان: کابل کې مو د انسان‌تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل ښار کې یې د انسان‌تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې او دوه کسان یې هم له منګولو خوشې کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه عملیات یې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې کړي دي.

هغه لیکلي چې دغه تښتول شوي کسان څه موده مخکې په ايران کې تښتول شوي وو او تښتوونکو د هغوى د خلاصون په بدل کې ١٥٠ زره امريکايي ډالره غوښتي وو .