افغانستانخبرونه

طالبانو پنځو ولایتونو کې له ماینونو د ځمکې پاکولو لپاره له یوې موسسې سره هوکړه لاسلیک کړه

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو د د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د ډي‌ارسي په نوم د ماین پاکۍ له یوې موسسې سره په پنځو ولایتونو کې له ماینونو د ځمکې پاکولو لپاره هوکړه لاسلیک کړه.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې چې د دغې ملي ادارې رییس، نورالدین ترابي او د ډي ار سي موسسې مشرې، دانیا الشریف او مل پلاوي یې ګډون درلود، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د اړتیا په اړه خبرې وکړې.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه لېک د څه باندې ۱ میلیون ډالرو په ارزښت لري.

د دغې هوکړې له مخې دغه موسسه مکلفه ده چې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې څه باند ۲ سوه متر مربع ځمکه له ماینونو پاکه کړي.

د دغې موسسې مشرې هم دغه کار ته ژمنتیا ښودلې او ټینګار یې کړی چې څه باندې ۴ زره کسان به په مستقیم او نا مستقیم ډول له دغو فعالیتونو ګټه پورته کړي.