
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو کابینې په ناسته کې د برېښنا لېږد او پراختيايي پروژو پر چټکتيا او په دغه برخه کې د لازیاتې همغږۍ په رامنځته کېدو خبرې شوي دي.
د طالبانو چارو اداې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې دغه ناسته تېره ورځ د رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د بریښنا رسونې بهیر چټکتیا له پاره کار وکړي او په دې اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
چارو ادارې لیکلي، د طالبانو ریاست الوزراء اداري مرستیال ته دنده وسپارل شوه چې د اوبو او انرژۍ وزارت او بریښنا شرکت استازو سره ناسته وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د يادو ادارو کاري استقامتونه په تفصيلي توګه واضح کړي او په دې برخه کې له يو بل سره همکاري او همغږي پیاوړې شي.
کابینې دغه راز اقتصاد وزارت ته دنده وسپارلې چې د پراختيايي پروژو پلي کولو په برخه کې ټولو اداراتو سره په همغږۍ د پراختيايي بودجې د لګښتونو او د پروژو پر وخت سرته رسولو موضوعات تعقیب کړي.